انصار: (د لیندۍ ۲۰ مه)، د ایران نوي سفیر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره به د ایران او طالبانو د جګپوړو چارواکو د سفرونو زمینه برابره کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې امیرخان متقي علي رضا بیکدلي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په دې کتنه کې، د ایران نوي سفیر هیله وښوده چې په خپل ماموریت کې به د دواړو هېوادونو اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې کړي.
نوموړي وویل: «د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره په پام کې لرم چې په نژدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو سفرونه تنظیم کړم.»
علي رضا بیکدلي په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه وګومارل شو. ایران همداراز د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړې استازولي لغوه او پر ځای یې دا دنده د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34758